ایکناخبری اژانس د The Telegraph and Argus له قوله راپور راکړ دغه ۲۴کسان ددغو جایزو په نهائي لیسټ کې ورزیات شوي دي چېد تجارت ،خیریه کارونو،حقوقو او تعلیم پشمول په مختلفو زمینو کې ئې بریالي درلودلي دي .
په دغو کسانو کې څلور وکیلان هم شامل دي، میرمن انیسه احسان ،عمار رشید،او میریام خان او تنزیل حسین د قانون د نوږیزي ستوري نومې دجایزې په برخې کې ، چې قضائي حقوقو په حوزې کې فعالو کسانو ته ورکول دي ، له دغو کسانو څخه دي .
د براډفورډ تاجران هم په نهائي لیسټ کې شامل شوي دي چې په هغوکې نصارحسین ،سارا رزاق،عثمان منظور چې دوي هم تاجران او ټيکداران دي .
د هرې جایزې ګټونکي به په هغو دستورو کې چې د فرورۍ دمیاشتې په څلورویشتمه نیټه به د انګلستان دمانچستر ښار کې د بریتانیا دمسلمانانو د میراث په مرکز کې ترسره شي ، معرفي شي.